رئال مادرید د ۳/۲ ګولونو په توپير منچسټر سيټي لوبډلې ته ماتې ورکړه

org_admin
رئال مادرید د ۳/۲ ګولونو په توپير منچسټر سيټي لوبډلې ته ماتې ورکړه

د اروپا فوټبال اتلانو غوره ليګ سياليو پر دوام؛ نن د رئال مادرید او منچسټر سيټي لوبډلو تر منځ سيالي وشوه، ياده سيالي رئال د ۳/ ۲ ګولونو په توپير له منچسټر سيټي څخه وګټله.

په دغه سيالۍ کې کيليان امباپه، براهيم دياز او جود بلينګهام د رئال په ګټه ګول وهنه وکړه.

رئال مادرید سږ کال د اروپا فوټبال اتلانو ليګ کې تر دې دمه اته لوبې کړي، چې پينځه يې ګټلي او درې يې بايللي دي او د جدول په يوولسم مقام کې ځای لري.

د اروپا فوټبال اتلانو ليګ کې ۳۶ لوبډلې ګډون لري، دغه ليګ د ۲۰۲۴ ميلادي کال د جولاي مياشتې پر نهمه پيل شوي او د روان کال، مې مياشتې تر ۳۱مې نېټې به دوام وکړي.