تخار؛ دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲۶
تخار؛ دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د توپان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې توپان لوبډلې خپلې سیالې پيروزي لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول و، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۶:۲۸
Background image

ننگرهار؛ سرخرود ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سرخرود ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۵۵
Background image

کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د کلباد ولسوالۍ په الچينو کلي کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ د قطر بلاغ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۵۴
Background image

بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سامبو کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د شورتپه ولسوالۍ په آريق باطر کلي کې د ۹۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو. . .

BACK TO NEWS