خوست کې د اوو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۱ - ۱۳:۲۰
خوست کې د اوو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت دبدني روزنې او ورزش امریت اړوند د نیزه وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په باک ولسوالۍ کې د اوو لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ په لاین، سینګل لاین او سیکشن برخو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې بهادر شوقي لوبډلې د ۶۴ نمرو په ترلاسه کولو لومړی، پروانه او باک لوبدلو د ۶۲، ۶۲ نمرو په ترلاسه کولو دویم او ناصر لوبډلې د ۶۰ نمرو په ترلاسه کولو سره درېیم مقام خپل کړ.

دغه لوبې د نیزه وهنې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۵
Background image

افغان ورزشکارانو د کورش اسیایي سیالیو کې د برنزو درېیم مډال هم وګاټه

د کورش ۱۵م پړاو اسیایي سیالیو کې احمد ظاهر سروري په ۱۰۰ کیلو ګرام وزن کې هندي سیال ته ماته ورکړه؛ خو د ازبکستاني سیال پر وړاندې یې ماته ومنله او د برنزو مډال ګټونکی شو.

دغو سیالیو څخه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۰:۲
Background image

تخار؛ رستاق ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د يووالي جام په نوم د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۹
Background image

جوزجان؛ مرکز شبرغان کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د جوزجان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز شبرغان کې د ۱۰۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د. . .

BACK TO NEWS