لوګر؛ مرکز پل علم ښار کې د ۶۴ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۰:۲۲
لوګر؛ مرکز پل علم ښار کې د ۶۴ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز پل علم ښار اړوند هوني سفلی بازار کې د ۶۴ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او ځوانانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ناک ډوان کلب لومړی او یارانو کلب دویم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ په لوګر کې د سوک وهنې ورزش ته د ودې ورکولو او ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۸:۲۹
Background image

لغمان؛ علینګار ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جاوېد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۸:۲۷
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۱۷ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۸:۲۶
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰ جوړو لوبې مساوي او ۲۰. . .

BACK TO NEWS