کابل؛ د هېواد د ورزش ادارې د ۳۲ ورزشي فدراسیونونو هڅې وستايلې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۲۰:۳۹
کابل؛ د هېواد د ورزش ادارې د ۳۲ ورزشي فدراسیونونو هڅې وستايلې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د رهبرۍ له لوري د ياد رياست اړوند د ۳۲ ورزشي فدراسیونونو وروستۍ هڅې او لاسته راوړنې د دې رياست د کنفرانسونو په تالار کې د يوې غونډې په ترڅ کې وستايلې.

په دغه ستاينغونډه کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست رييس ښاغلي مولوي احمدالله وثيق، د ياد رياست مشاورينو، د بېلابېلو رياستونو رئيسانو، د مشورتي بورډ غړو او د فدراسیونونو رئيسانو ګډون کړی وو.

ياده ستاینغونډه د ورزش ادارې د مشورتي بورډ له خوا د ورزشي فدراسیونونو د تېر یوه کال د کړنو د ارزیابي پر اساس ترسره شوه او په درېوو کټګوریو کې ورزشي فدراسیونونه وستایل شول.

په ياده غونډه کې د هېواد د ورزش ادارې عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د فدراسيونونو رئيسانو ته په خبرو کې وويل: (( تاسو ته ډېره ستره دنده در تر غاړې ده، چې د هېواد د ځوانو ورزشکارانو تربيه ده؛ نو له تاسو جدي غوښتنه او هيله کوم، چې د دوی سالمې روزنې ته پاملرنه وکړئ.))

همداراز نوموړي زياته کړه، چې د ورزشکارانو د مسلکي روزنې ترڅنګ د هغوی اخلاقو ته هم پاملرنه وکړئ او د اسلام د مبارک دين بشپړې پابندۍ ته يې را وبولئ.

د دې غونډې په پايله کې د ۳۲ فدراسیونونو ته د هڅونې او تشويق په موخه د لومړۍ، دويمې او درېيمې کټګورۍ ستاينليکونه ورکړل شول.

د يادونې وړ ده، چې د ۳۲ فدراسيونونو له ډلې په لومړۍ او دويمه کټګورۍ کې ۱۱، ۱۱ فدراسيونونه او په درېيمه کټګورۍ کې ۱۰ فدراسينونونه راغلل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۳:۸
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د چهاربولک ولسوالۍ په لېندۍ کلي کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ د چهل. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۳:۴
Background image

هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د گرمسېر ولسوالۍ په لکړۍ فوټبال حوزه کې د ۱۶ب لوبډلو ترمنځ د خالد نورزي په نوم د فوټسال سيالۍ پيل شوې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۸ - ۱۲:۵۱
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د افغانستان په نوم د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د خانشين ولسوالۍ په سرې کلا فوټبال حوزه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د افغانستان په نوم د فوټبال سيالۍ پيل. . .

BACK TO NEWS