ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۰:۱
ارزګان؛ مرکز ترینکوټ ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګولډن سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د ګولډن سټار او منظور لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ګولډن سټار لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ۱۴ اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۲۴۱ منډو هدف وټاکه. منظور لوبډلې د هدف په تعقیب کې د ټولو ویکټو په زیان ۱۲۱ منډې وکړې او د ۱۱۹ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

حشمت الله د ۲۷۰ منډو په ترسره کولو سره د دغو لوبو غوره توپ وهونکی او حبیب الله د ۱۶ ویکټو په اخیستو غوره توپ اچونکی ونومول شو.

دا سیالۍ د غوره لوبغاړو د موندلو په موخه ترسره شوې، چې ۲۴ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۲۰:۲۶
Background image

کابل کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د کيک بوکسينګ ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۳۱ ولايتونو څخه د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ، د دې رياست په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې پيل شوې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۲۰:۲۲
Background image

اړین وضاحت

د ' زید صالحي " په نوم افغان ورزشکار په خواله رسنیو کې شکایت کړی، چې ګواکې حق یې تلف شوی دی، د هیواد د ورزش اداره په پوره باور سره یادونه کوي، چې زموږ د انتخاب معیار وړتیا او استعداد دی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۲۰:۱۹
Background image

کونړ کې ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعداباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS