ارزګان؛ په مرکز ترینکوټ کي د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ارزګان ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې وفادار لوبډلې خپلې سيالې غرنۍ لوبډلې ته د ۰ /۳ ميدانونو په توپير سره ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول دي، چې ۲۴ ورځي به دوام وکړي.