ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۵ - ۱۶:۱۵
ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې مطالعې ته د ځوانانو د هڅولو په موخه د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د مملې باغ او پنګو چم لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه پنګو چم لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۹۴ منډو هدف وټاکه. مملې باغ لوبډلې ټاکلی هدف د درېوو ویکټو په زیان د لوبې په اتم اور کې ترلاسه کړ او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.

دا سیالۍ مطالعې ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې ۱۸ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۱:۳۰
Background image

کونړ؛ څوکۍ ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د څوکۍ ولسوالۍ اړوند ډنډې قلعه سيمه کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۰:۲۴
Background image

هلمند؛ مارجې ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ او د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مارجې ولسوالۍ اړوند مرکزي لوبغالي کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د پوپل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۲۰:۴۲
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د قنجوغې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS