کابل کې د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای غوره رېنګ لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې
د موی تای ملي فدراسیون له لوري او د کابل ښار د یوه ورزشي جمنازیوم په همکاري د کابل ښار د ۲۰ کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای غوره رینګ لومړی پړاو سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
دا سیالۍ په تنهايي ډول ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۵۰ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته ماته ورکړه او لومړي مقامونه یې وګټل.
دا سیالۍ د موی تای ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې او په پای کې غوره ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.