کندز کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره وشوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۴:۱۱
کندز کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ ترسره وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کونګ‌فو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د کونګ‌فو سیالۍ وشوې.

دغه سیالۍ، چې د تک فایټ په ډول ترسره شوې، په پایله کې ۱۵ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه یې ترلاسه کړل.

د یادو سیالیو موخه د کونګ‌فو ورزش ته وده ورکول او د ورزشکارانو ظرفیت لوړول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۲:۵۸
Background image

هلمند؛ نوزاد ولسوالۍ کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د شپږ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۴۶
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې، چې ١٢ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۲۳:۴۴
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ٣۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ په ۴۰۰ متره واټن کې ترسذه شوې، چې په پایله کې. . .

BACK TO NEWS