هلمند؛ مرکز لښکرګاه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۴:۷
هلمند؛ مرکز لښکرګاه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه کې د ۱۲ سي لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د زرغون کلي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پایلوبه کې د زرغون کلي لوبډلې خپلې سيالې نوي فولاد لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير سره ماتې ورکړه او اتلولي يې وګټله.

دغو سياليو کې قاری عنايت الله غوره لوبغاړی، قدرت الله غوره ګول ساتونکی او نظرمحمد غوره ګول وهونکی و نومول شول او د ډاليو ګټونکي شول.

د يادو سياليو موخه د فوټبال ورزش ته د ځوانانو هڅول و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۵ - ۹:۰
Background image

کابل؛ د فوټسال ملي لوبډله له يو کال وروسته هېواد ته راغله او تود هرکلی يې وشو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال کمېټې له لوري له ايران هېواد څخه د فوټسال ملي لوبډلې د ښه راغلاست مراسم ترسره شول.

يادې لوبډلې د اندونيزيا. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۴
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۲۸ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستیک سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د ځوانانو او لویانو ورزشکارانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د یوني فایټ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له درېیوو کلبونو د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د یوني فایټ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS