فاریاب؛ خان چارباغ ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۱:۲۹
فاریاب؛ خان چارباغ ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د فارياب ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په خان چارباغ ولسوالۍ کې د (يووالي) جام په نوم د پنځو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله کې ارزو لوبډلې د ۳۹ امتيازونو په ترلاسه کولو لومړی او ميهن لوبډلې د ۲۶ امتيازونو په ترلاسه سره دويم مقام ترلاسه کړ.

د يادو سياليو موخه د واليبال ورزش ته وده و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د سياليو په پای کې غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۳:۲۹
Background image

بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د شورتپه ولسوالۍ په پس آريق سيمه کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۳:۲۸
Background image

بلخ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په حيرتان ښارگوټي کې د ۷۰ پهلونانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۳:۲۶
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينك👇

https://www.facebook.com/share/17KE25kGdA/

BACK TO NEWS