د اسپانیا فوټبال غوره لیګ سیالیو پر دوام؛ بارسلونا، والنسیا لوبډلې ته ماتې ورکړه

د اسپانیا فوټبال غوره لیګ سیالیو د روانې یوویشتمې اونۍ پر دوام تېره شپه د بارسلونا او والنسیا لوبډلو تر منځ لوبه وشوه، دغه لوبه بارسلونا د ۷ – ۱ ګولونو په توپیر له سیالې لوبډلې څخه وګټله.
د بارسلونا په ګټه لومړی ګول رابرټ لواندوفسکي وواهه، ورپسې په ترتیب فرمین لوپز دوه ګوله، رفینیا، فران تورس او فرنکي دې یونګ یو یو ګول وواهه.
د اسپانیا فوټبال غوره لیګ سیالیو لپاره ۳۸ اونۍ موده ټاکل شوې، د دغه لیګ یووشتمه اونۍ روانه ده او ۱۷ اونۍ به نور هم دوام ولري.