عظمت الله عمرزی د کال غوره لوبغاړی شو

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۴:۱۷
عظمت الله عمرزی د کال غوره لوبغاړی شو

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ټولچاری (الراونډر) عظمت الله عمرزی د کرېکټ نړۍ‌والې شورا له لوري د ۲۰۲۴ مېلادي کال د یو ورځنیو لوبو غوره لوبغاړی اعلان شو.

د کرېکټ نړۍ‌والې شورا لخوا دغې جایزې ته عظمت الله عمرزی، د سریلانکا کوشال منډیس او ونېندو هسرنګا او د ویسټ اینډیز شرفین ردرفورډ نوماندان وو.

نوموړی دغه راز د کرېکټ نړۍ‌والې شورا د ۲۰۲۴ مېلادي کال د یو ورځنیو لوبو غوره لوبډلې نوملړ کې هم شامل و.

د یادونې وړ ده چې د کرېکټ نړۍواله شورا هر کال لوبغاړي په لوبه کې د دوی د وروستیو ښو لوبو پر اساس نوماندوي.

هېره دې نه وي چې سږ کال د کرکټ د نړیوالې شورا په کلنۍ لوبډلو کې پر عظمت الله عمرزي سربېره راشد خان، الله محمد غضنفر او رحمن الله ګربز هم ځای موندلی و.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۲
Background image

خوست کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند متون ښار کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د فري رنېنګ پارکور ټاکنیزې سیالۍ د نهو غوره ورزشکارانو په ټاکلو پای ته ورسېدې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۳:۱
Background image

خوست؛ مندوزیو ولسوالۍ کې د لوبغاړو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مندوزیو ولسوالۍ کې له پنځو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پای کې مرکزي کلب په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۲:۵۹
Background image

زابل؛ شاجوي ولسوالي کې د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کانټاکټ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د نیو فول کنټاکت سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ د. . .

BACK TO NEWS