خوست؛ مرکز متون ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۰:۳۶
خوست؛ مرکز متون ښار کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د ياد ولايت د مرکز متون ښار د ورغه کلي په ميدان کې د ځوانانو د یووالي په نوم د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پایلوبه د سنګر او محمد الله لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، سنګر لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه چې په ټاکلو ۸ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۸۷ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د محمدالله لوبډلې ټاکل شوی هدف د لوبې په ۶ اور کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه يې د ۳ ويکټو په توپير وګټله او اتلولي یې وګټله.

د يادو سياليو موخه د ځوانانو ترمنځ یوالی رامنځته کول و، چې يوه مياشت يې دوام وکړ.

دغو سياليو په پای کې ګټونکې لوبډلې ته کپ او غوره لوبغاړو ته تحفې او ستاينليکونه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۳:۲۹
Background image

بلخ؛ شورتپه ولسوالۍ کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د شورتپه ولسوالۍ په پس آريق سيمه کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۳:۲۸
Background image

بلخ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په حيرتان ښارگوټي کې د ۷۰ پهلونانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۳:۲۶
Background image

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

د ورځنیو تازه ورزشي خبرونو لپاره زموږ فيسبوک پاڼه وڅارئ!👇

#لينك👇

https://www.facebook.com/share/17KE25kGdA/

BACK TO NEWS