ميدان وردگ؛ په جلرېز ولسوالۍ کې د ۳۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ وشوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د ياد ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې د ۳۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ تشويقي سيالۍ وشوې.
دغه سيالۍ، چې په بېلابېلو وزني کټگوريو کې چمتو شوې وې، په پايله کې ۱۵ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.
د ويلو ده، چې د یادو سياليو موخه د پهلوانانو هڅول وو او په پای کې گټونکو پهلوانانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.