هلمند؛ په خانشين ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ او د محمد اسماعيل بلوچ په مالي ملاتړ د خانشين ولسوالۍ په تاغز قلعه حوزه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال گروپي سيالۍ پيل شوې.
د يادو سياليو لومړۍ لوبه د زلمي افغان او عرفان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت سيالۍ ۰/۰ مساوي پای ته ورسېده، خو په پنالټيانو کې زلمي افغان لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳ پر ۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د ويلو ده، چې د دغو سياليو موخه ځوانانو لپاره د سالم مصروفیت برابرول دي، چې دوې اوونۍ به دوام وکړي.
