خوست ؛ په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۱:۶
خوست ؛ په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ياد ولايت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د ځيني‌خېلو په څرمښکۍ سيمه کې له ۱۳ کلونو څخه د کم عمره لوبغاړو د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ چې ۱۵ ورځې مخکې پيل شوې وې د دېوان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پایلوبه د هجران او دېوان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې هجران لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۸ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د۸۴ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د دېوان لوبډلې ټاکل شوې هدف په ۵ اورونو کې پوره کړ او لوبه یې د ۱۰ ويکټو په توپير وګټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته دکم عمره لوبغاړو تشويق کول و، چې ۱۵ ورځي يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۷:۵۹
Background image

کابل؛ له ۱۷ کلنو کم عمره ۲۳ کسيزه فوټبال ملي لوبډله ميانمار ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د فوټبال له ۱۷ کلنو کم عمره ۲۳ کسيزه ملي لوبډله او يو ۷ کسيز پلاوی، د ٢٠٢٦ اسیا جام ته د لارموندنې پړاو سیالیو کې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۷:۵۷
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۷:۵۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

BACK TO NEWS