ننگرهار؛ په کوټ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۲:۱۵
ننگرهار؛ په کوټ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولايت په کوټ ولسوالۍ کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د ااا له نظام څخه د ملاتړ او يووالي په موخه د واليبال سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو په لومړۍ لوبه کې کوټ مرکزي لوبډلې خپلې سيالې تاج ملوک لوبډلې ته د ۲ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.

د ويلو ده، چې دغه سيالۍ به لس ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۱۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوکلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

کندز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د یاد ولایت د زندانونو چارو د سمون ریاست په ګډه همغږي او د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د اتو لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۹:۵۰
Background image

BACK TO NEWS