د هسپانیا فوټبال غوره لیګ سیالیو پر دوام؛ ریال مادرید ۴-۱ لاس پال ماس ته ماتې ورکړه

org_admin
د هسپانیا فوټبال غوره لیګ سیالیو پر دوام؛ ریال مادرید ۴-۱ لاس پال ماس ته ماتې ورکړه

د هسپانیا ۲۰۲۵ فوټبال غوره لیګ سیالیو پر دوام تېره شپه (د مرغومې۳۰مه) ریال مادرید ۴-۱ ګولونو په توپیر لاس پال ماس لوبډلې ته ماتې ورکړه. ریال مادرید د دې لوبې په ګټلو سره له اتلاتیکو مادرید او بارسلونا څخه مخته شوه او د جدول سر ته لاړه.

د هسپانیا ۲۰۲۵فوټبال غوره لیګ سیالیو کې شل لوبډلې برخه لري. دغه سیالۍ د ۲۰۲۴کال د اګسټ میاشتې په ۱۵ مه پیل شوي او د ۲۰۲۵کال د مې میاشتې تر ۲۵‌مې نېټې به دوام ولري.