لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱ - ۱۱:۵
لغمان؛ قرغیو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د لغمان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د چهار باغ لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې له لغمان، میدان وردګ او کاپیسا ولایتونو څخه ۲۴ لوبډلو ګډون کړی وو، چې په پایلوبه کې یې چهار باغ منتخبې لوبډلې د ۱/۳ میدانونو په توپیر خپلې سیالې حاجي جاوید لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ودې ورکولو او د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۱۲ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۱۹
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې له دوکلبونو د ١٨ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

کندز کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د یاد ولایت د زندانونو چارو د سمون ریاست په ګډه همغږي او د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د اتو لوبډلو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۹:۵۰
Background image

BACK TO NEWS