خوست؛ يعقوبيو صبریو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۲۲:۳۷
خوست؛ يعقوبيو صبریو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په يعقوبيو صبریو ولسوالۍ کې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د سپین غر او اباد خانې لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سپین غر لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکليو اتو اورونو کې یې د څلورو ویکټو په زيان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ٩٩ منډو هدف وټاکه. اباد خانې لوبډلې ټاکل شوی هدف د درېوو ویکټو په زيان د لوبې په وروستي اور کې پوره کړ او د اوو ویکټو په توپیر یې د یادو سیالیو لومړۍ بریا خپله کړه.

دا سیالۍ د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفریح د برابرولو په موخه پیل شوي دي، چې دوې میاشتې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS