ننګرهار؛ دور بابا ولسوالۍ کې د ٢۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳۰ - ۱۱:۵۷
ننګرهار؛ دور بابا ولسوالۍ کې د ٢۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دور بابا ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سوپر سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د سوپر سټار او ینګ ګړوکو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ینګ ګړوکو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ٩٩ منډو هدف وټاکه. سوپر سټار لوبډلې ټاکلی هدف د دوو ویکټو په زيان د لوبې په شپږم اور کې ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د سیالیو اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ ځوانانو ته د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

بغلان؛ برکه ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د برکه ولسوالۍ ورزشي مديريت له لوري په ياده ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې فلول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۳۶
Background image

کابل ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د پومسه سبک لومړی پړاو او د مبارزه سبک څوارلسم پړاو تکواندو سیالۍ پیل شوې

د هېواد د المپیک، د بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون له لوري په کابل ښار کې د تکواندو مبارزه سبک څوارلسم پړاو ازادې سیالۍ د ماشومانو او تنکیو ځوانانو په عمري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

خبرتیا!

د بامیان ولایت محترم ورزشي آمریت او د ورزشي فدراسیونونو رهبري!

د ورزش ادارې د عصریې د وېش مؤظف کمیسیون له لوري د ملي لوبډلو د ولایتي ورزشکارانو، روزونکو او مرستیال روزونکو د ١٤٠٤ کال د. . .

BACK TO NEWS