پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د اتحاد او خواجه سبز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې اتحاد لوبډلې د ۰/۳ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
د سیالۍ د سیمې د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرلو په موخه ترسره شوې، چې اته ورځې یې دوام وکړ.