خوست؛ ګربزو ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ګربزو ولسوالۍ کې د ٢٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګربزو زلمیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د ګربزو زلمیو او پنزایي زلمیو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ګربزو زلمیو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د نهو ویکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٢٣ منډو هدف وټاکه. پنزایي زلمیو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو ټولو ویکټو په زیان ١٠٠ منډې وکړې او د ٢٢ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ٢٠ ورځې یې دوام وکړ.
