بومرا د ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر میاشتې غوره لوبغاړی شو

org2_admin
بومرا د ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر میاشتې غوره لوبغاړی شو

د کرېګټ نړۍ‌والې شورا د هند کریکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی جسپرټ بومرا ته د ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر میاشتې د غوره لوبغاړي جایزه ورکړه.

بومرا دغه جایزه په ډیسمبر میاشت کې د ښې توپ اچوونې له امله واخیسته، نوموړي په ۱۴.۲۲ په اوسط سره درې پاڼیو کې ۲۲ ویکټې اخیستې وې.

د یادونې وړ ده چې د کرېکټ نړۍ‌واله شورا هره میاشت د کرېکټ په ټولو فارمټونو کې لوبغاړی د میاشتې غوره لوبغاړي جایزې نوماندوي.