لوګر؛ مرکز پل علم ښار کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۹:۳
لوګر؛ مرکز پل علم ښار کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کېک بوکسېنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز پل علم ښار کې د درېیوو ولایتونو ترمنځ د کېک بوکسېنګ ژمنۍ سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې له لوګر، غزني او پکتیا ولایتونو څخه ورزشکارانو د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او ځوانانو په عمري کټګوریو کې ګډون کړی و، چې په پایله کې یې لوګر لومړی، پکتیا دویم او غزني درېیم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ په ياد ولايت کې د کېک بوکسېنګ سیالیو ته وده او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې په موخه ترسره شوې چې یوه ورځ یې دوام وکړ او په پای کې غوره ورزشکارانو ته کپونه، مډالونه، کمربندونه اوستاينليکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۳:۰
Background image

د بدن ښکلا او فټنس ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل

بیت الله ځدران په منفي ۷۵، یاسر سمیر احسان په مثبت ۷۵ او عبدالشکور پیمان په مثبت ۸۰ کیلو ګرامه وزنونو کې د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو کې درې د سپینو زرو مډالونه وګټل.

همدا. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۸
Background image

ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰‌ ورزشکارانو ترمنځ د بایسکل ځغلونې فري سټایل سبک سیالۍ ترسره شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون له لوري او د اټوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۷/۳ - ۲۲:۵۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

BACK TO NEWS