خوست؛ موسی خېلو ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې
د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په موسی خېلو ولسوالۍ کې د ٤٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د مهران او ګرنۍ زلمیانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه ګرنۍ زلمیانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د دوو ویکټو په زیان سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٢٣ منډو هدف وټاکه. مهران لوبډلې د هدف په تعقیب کې د خپلو اتو لوبغاړو په زیان سره ٩١ منډې وکړې او د ٣١ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي چې یوه نیمه میاشت به دوام وکړي.
