ننګرهار؛ شېرزاد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۹ - ۲۰:۴۵
ننګرهار؛ شېرزاد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په شېرزاد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د طوطو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې طوطو منتخبې لوبډلې د ٣/٠ میدانونو په توپیر خپلې سیالې رسول خان لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ٢٠ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۲۰:۲۶
Background image

کابل کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک بوکسينګ ملي ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د کيک بوکسينګ ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۳۱ ولايتونو څخه د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ، د دې رياست په ۲۵۰۰ کسيز ورزشي جمنازيوم کې پيل شوې، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۲۰:۲۲
Background image

اړین وضاحت

د ' زید صالحي " په نوم افغان ورزشکار په خواله رسنیو کې شکایت کړی، چې ګواکې حق یې تلف شوی دی، د هیواد د ورزش اداره په پوره باور سره یادونه کوي، چې زموږ د انتخاب معیار وړتیا او استعداد دی. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۲۰:۱۹
Background image

کونړ کې ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعداباد ښار په کرهالې سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

BACK TO NEWS