جوزجان ؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۳:۵۳
جوزجان ؛ مرکز شبرغان ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د جوزجان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د ماډرن کلب لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې ماډرن کلب لوبډلې خپلې سیالې نایاب کلب لوبډلې ته د ۱/۰ ګول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال ورزش ته وده ورکول او د جوزجان ولایت په استازیتوب د شمال زون سیالیو ته د غوره لوبډلې موندل و، چې درې میاشتې یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې د جوزجان ورزشي امریت له لوري غوره لوبډلې ته د اتلولۍ جام او یو پسه ورکړل شو او غوره لوبغاړو ته کپ، مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS