هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په باباجي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ځلاند لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د ځلاند او خپلواک لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه خپلواک لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٦٦ منډو هدف وټاکه. ځلاند لوبډلې د خپلو څلور لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ياد هدف پوره کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.
