میدان وردګ؛ جلرېز ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جلرېز کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د متحد جلرېز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې متحد جلرېز لوبډلې خپلې سیالې استقلال جلرېز لوبډلې ته د ۷/۳ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
دغو سیالیو چې دوې میاشتې یې دوام وکړ، په پای کې یې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او غوره لوبغاړو ته مډالونه ورکړل شول.