خوست کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۲۲:۷
خوست کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري او د HRCDO مؤسسې په مالي ملاتړ د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د عرفان دلپوري لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د صبريو منتخبې او عرفان دلاوري لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې عرفان دلپوري لوبډلې د ٣٥/٢٥ نمرو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې چې لس ورځې یې دوام وکړ او په پای کې ټولو لوبغاړو ته ورزشي توکي ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۴:۳۷
Background image

زابل؛ ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچوونې سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ۳۸ ورزشکارانو ترمنځ د تيږې اچوونې سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ، چې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۳:۲۴
Background image

د افغانستان د سوکوهنې ملي فدراسيون يوولس کسيزه لوبډله ايران هېواد ته روانه شوه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د سوکوهنې ملي فدراسيون ۱۱ کسيزه ملي لوبډله ( ۷ لوبغاړي او يو څلور کسیز پلاوی) د سوکوهنې پهلوان پوريای ولی جام لومړي پړاو نړيوالو سياليو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۳:۱۴
Background image

غور؛ شهرک ولسوالۍ کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې

د غور ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د ۴۰ پهلوانانو ترمنځ د سیمه ییزې غېږنیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو. . .

BACK TO NEWS