ميدان وردگ؛ اتحاد تکاني لوبډلې د فوټبال الف ليگ سياليو اتلولي وگټله

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۰:۵۸
ميدان وردگ؛ اتحاد تکاني لوبډلې د فوټبال الف ليگ سياليو اتلولي وگټله

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز میدان ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ غوره ليگ سياليو ته د غوره لوبډلو ټاکلو په موخه د فوټبال الف ليگ سيالۍ د اتحاد تکاني لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ، چې شاوخوا دوې مياشتې يې دوام وکړ، په پايلوبه کې اتحاد تکاني لوبډلې خپلې سيالې خورشید لوبډلې ته د ۳ پر ۲ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د يادولو وړ ده، چې اتحاد تکاني او خورشید لوبډلو د ياد ولايت غوره ليگ سياليو ته لار پېدا کړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۴۴
Background image

د بدن ښکلا افغان ورزشکار په اسیایي سیالیو کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

د بدن ښکلا افغان ورزشکار وحیدالله صدیقي د بدن ښکلا او فټنس ۵۸م پړاو اسیایي سیالیو سپورټ فزیک برخه کې د سپینو زرو مډال خپل کړ.

افغان ورزشکارانو تر دې دمه له دغو سیالیو څخه څلور د سپینو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۲۰:۳۷
Background image

کونړ؛ خاص کونړ ولسوالۍ کې د ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې ٦٥ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د سلامپور لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS