د ریاست ال. وزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني سره لیدنه وکړه
د ریاست ال.وزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي ریاست له رئيس الحاج مولوي عبدالودود حقاني سره پرون پنجشنبه ولیدل.
په لومړي سر کې محترم حقاني سعودي عربستان ته د خپل او د فوټبال ملي لوبډلې د سفر معلومات او د خپلې ادارې کاري راپور شریک کړ.
نوموړي وویل، سعودي عربستان ته د افغان فوټبالرانو سفر له تود هرکلي سره مخ شو او له لاسته راوړنو څخه ډک و.
د ریاست ال. وزراء سیاسي مرستیال او کفیل محترم مولوي عبدالکبیر وویل، ورزش د هیوادوالو د خوښۍ او یووالي غوره وسیله ده او په نړیوالو سیالیو کې د افغان لوبغاړو ګډون خورا مهم دی.
نوموړي په دې ټینګار سره، چې ورزش باید له سیاست ليرې وساتل شي، زیاته کړه، نړیوالې ورزشي ادارې بايد په نړيوالو لوبو کې افغان لوبغاړو ته د ګډون زمينه برابره کړي.
