یشلر د فاریاب غوره لیګ اتلولي خپله کړه.
د فاریاب ولایت د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د ۹ لوبډلو، تمدن، استقلال، سرسبز، تورپاختو، برلیک، باتور، یشلر، اریا او آرین په ګډون د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۰ کال د د یلشر فوټبال لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
په دې سیالیو کې د یلشر فوټبال لوبډلې د ۸ لوبو په ترسره کولو، ۶ بریاو، ۲ مساوي او د ۲۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د فاریاب غوره لیګ اتلولي خپله کړه.
د یادولو وړ ده چې د استقلال لوبډلې په ۸ لوبو کې ۶ بریاوې، ۲ مساوي او د ۱۳ ګولونو سره د دې ټورنمنټ دویم مقام خپل کړ.
د دغه پړاو په پای کې د یلشر لوبډلې څخه نورالدین پارسا د ۱۱ ګولونو په وهلو سره غوره ګول وهوونکی، د استقلال لوبډلې څخه سهراب راتب د لوبو غوره لوبغاړی او د یشلر لوبډلې څخه ملت علیزی د غوره ګول ساتونکی په توګه وټاکل شول.
