ګام پیروزي لوبډلي د کندهار فوتسال سياليو اتلولي خپله کړه
د کندهار ولایت په سردار جمال ناصر ورزشي جمنازيوم کې د فوتسال دغه سیالۍ چې د ۵۰ لوبډلو ترمنځ پيل شوې وې د ګام پیروزي لوبډلي په بریا پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پای لوبه د ګام پیروزي او رؤفي لوبډلو ترمنځ وشوه، چې ۷-۲ ګولونو په توپیر ګام پیروزي لوبډلي وګټله او د دې سياليو اتلولي يې خپله کړه.
په پای کې ګټونکې لوبډلي ته کپ او لوبغاړو ته کپونه او انعامونه هم ورکړل شول.
