کونړ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سيالۍ وشوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۲۱:۴۲
کونړ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې سيالۍ وشوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د کراټې فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کراټې دوستانه سيالۍ وشوې.

په يادو سياليو کې پر کونړ سربيره له ننگرهار ولايت کلبونو څخه ورزشکارانو هم گډون کړی وو، چې په پايله کې ۲۰ تنو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې.

د ويلو وړ ده، چې دغو سیالیو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې گټونکو ورزشکارانو ته ستاينليکونه او ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۳۰
Background image

خوست؛ تڼیو ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په تڼیو ولسوالۍ کې کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د دور ملکې لېسې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۲۸
Background image

بلخ؛ شورتپې ولسوالۍ کې د ۱۱۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په شورتپې ولسوالۍ کې د ۱۱۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۵ جوړو لوبې مساوي شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۲۶
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د ۲۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د جلرېز منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS