کونړ کې د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۱۵:۲۱
کونړ کې د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند څاګي سیمه کې د ۲۳ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د څاګي بازانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د غازي آباد پړانګانو او څاګي بازانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه څاګي بازانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۱۱ منډو هدف وټاکه. غازي اباد پړانګانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د ټولو ویکټو په زیان ۶۵ منډې وکړې او د ۴۵ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي او ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۹
Background image

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان‌ اړوند د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۷
Background image

کابل؛ حافظ انس ح.ق.ا.ني له واليبال ليګ څخه ليدنه وکړه

حافظ انس ح.ق.ان.ي، د هېواد ورزش ادارې عمومي رئيس مولوي احمدالله وثیق او د رهبرۍ غړو د افغانستان واليبال غوره ليګ پنځم پړاو څخه له نږدې ليدنه وکړه، چې له تېرو څو ورځو څخه د لس لوبډلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۹:۵
Background image

کابل؛ د ورزش ادارې رهبري له هرات څخه کابل ته په بايسکل راغلی، ميوند فضلي وستايه

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق له لوري د ټولنيزو رسنيو فعال او د بايسکل ځغلونې ورزش مينوال ميوند فضلي، چې له هرات ولايت څخه کابل ته په بايسکل یې شاوخوا. . .

BACK TO NEWS