کونړ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز اسعد آباد ښار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د الزهور خصوصی لېسې لوبډلې به اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې الزهور خصوصي لېسې لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې کوز څاګي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د فوټسال ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې درې ورځې یې دوام وکړ.
