کونړ ولایت مرکز کې د کړه مار سوپرليګ سیالۍ د ماڼو اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۹:۱۶
کونړ ولایت مرکز کې د کړه مار سوپرليګ سیالۍ د ماڼو اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز کړه مار ساحه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چې یوه مياشت وړاندې پیل شوې وې، د ماڼو اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو پایلوبه د ماڼو اتلانو او تبه کوټ لوبډلو ترمنځ ترسره شوه په پایله کې د ماڼو اتلانو لوبډلې په ټاکلو لس(۱۰) اورونو کې د درې لوبغاړو دلاسه ورکولو سره مقابلې لوبډلې ته د " ۱۸۲ " منډو هدف وټاکه په مقابل کې د تبه کوټ وياړ لوبډلې په ۸.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو له لاسه ورکولو سره يوازې " ۱۴۳" منډې جوړې کړې او سيالي يې د ۳۸ منډو په توپیر ماڼو اتلانو لوبډلې ته وبایلله.

هېره دې نه وي د دغو سیالیو غوره توپ وهونکی مسعود صافی او غوره توپ اچوونکی عثمان صافی وپېژندل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ګرشک ځوانانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS