کونړ؛ کوز څاگي اتلانو لوبډلې د تنکيو ځوانانو د فوټسال ليگ اتلولي وگټله

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۴ - ۱۶:۴۷
کونړ؛ کوز څاگي اتلانو لوبډلې د تنکيو ځوانانو د فوټسال ليگ اتلولي وگټله

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اسعداباد ښار په څاگي سيمه کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د تنکيو ځوانانو د فوټسال ليگ سيالۍ د کوز څاگي اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو په پايلوبه کې کوز څاکي اتلانو لوبډلې خپلې سيالې تور بازانو لوبډلې ته د ۰/۱ گول په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.

د ويلو وړ ده، چې يادو سياليو لس ورځې دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش آمريت له لوري اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ جام او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۴۰
Background image

لغمان کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پيل شوې

د لغمان ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري او د AWEC مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز مهترلام ښار کې د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۷
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د ٧٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو په پایله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۴
Background image

بلخ؛ چهاربولک ولسوالۍ کې د ۶۰ پهلوانانو ترمنځ سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ، د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چهاربولک ولسوالۍ کې د ٦٠ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د يادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS