کونړ؛ څوکۍ ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د څوکې منتخبې لوبډلې او ګټو قلعه لوبډلې ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې یې ګټو قلعه لوبډلې د ۱/۲ میدانونو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د دغو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی ښودل شوی چې لس ورځې به دوام وکړي.
