کونړ؛ څوکۍ ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۹:۳۵
کونړ؛ څوکۍ ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د افغان سټار او میاخېل ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې میاخېل ځوانانو لوبډلې د ټاس په ګټلو لومړی توپ وهنه وکړه او په ټاکلو اتو اورونو کې یې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۸۲ منډو هدف وټاکه. افغان سټارز لوبډلې د هدف په تعقیب کې ۶۰ منډې وکړې او لوبه یې د ۲۱ منډو په توپیر وبایلله.

دغه سیالۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې په موخه پیل شوي دي، چې اته ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۲۲
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ مهم ورزشي خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۱۶
Background image

کابل کې د مرکزي زون د ولایتونو ترمنځ د فوټبال د اتلولي سیالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کابل فوټبال فدراسیون له لوري د مرکز زون د پنځو غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال اتلولي سیالۍ د کابل ګلرنګ لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو. . .

جمعه ۱۴۰۴/۴/۱۳ - ۱۱:۱۵
Background image

د نیمروز والي د ياد ولايت له ورزشي آمر او ورزشکارانو سره ولیدل

د نیمروز ولایت والي شيخ محمد قاسم خالد د یاد ولایت له ورزشي آمر او یو شمېر ورزشکارانو سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

په دغې لیدنه کې ښاغلي محمد قاسم خالد ورزشي آمر او ورزشکارانو ته د. . .

BACK TO NEWS