کونړ؛ څوکۍ ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۳/۲۳ - ۱۲:۵
کونړ؛ څوکۍ ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په څوکۍ ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ اختریزې سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د کلمانۍ او کوټکي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه کلمانۍ لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د درېیوو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٢٤ منډو هدف وټاکه. کوټکي لوبډلې د هدف په تعقیب کې د شپږو ویکټو په زیان ٧٦ منډې وکړې او ٤٧ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د لوی اختر د لمانځلو په موخه پیل شوي دي، چې شل ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

اړین وضاحت!

یو شمېر رسنیو د سوک وهنې فدراسیون د چهارشنبې د ورځې د تماشه چیانو تر منځ د جنجال ویډیو خپره کړې، چې ګواکې د لباس په سر د امنیتي ځواکونو او ورزشکارانو ترمنځ شخړه رامنځته شوې ده.

ورزش. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي سيالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت له لوري د یاد ولايت په مرکز قلات ښار کې له دوو کلبونو د ٢٦ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو توان سبک سيالۍ وشوې.

د یادو سیالیو په پايله کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۴
Background image

بلخ؛ کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کلدار ولسوالۍ کې د ٧٤ پهلوانانو ترمنځ د کورش سیمه ییزي سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ١١ جوړو لوبې مساوي او ٢٦. . .

BACK TO NEWS