کونړ؛ په وټه پور ولسوالۍ کې د ځوانانو د يووالي په نوم د کرکټ ټېپ بال سيالۍ پيل شوې
د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همغږۍ د کرکټ ټېپ بال فدراسیون له لوري د ځوانانو ترمنځ د يووالي په موخه د ١٢ لوبډلو په ګډون په وټه پور ولسوالۍ کې د کرکټ ټېپ بال سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو د پيل لوبه د قمچۍ B او وټه پور C لوبډلو ترمنځ وشوه، چې وټه پور C د لوبې پچه وګټله او لومړى يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، چې د قمچۍ B لوبډلې په ټاکلو ١٢ اورونو کې د څلور ويکټو په زيان سره ١٣٨ منډې هدف وټاکه.
په مقابل کې د وټه پور C لوبډلې ورکړل شوى هدف د شپږ ويکټو په سوځېدو سره د لوبې په ١١.٤ اور کې پوره کړ او لوبه يې وګټله.
په دې لوبه کې لقمان خان د ٦٤ ناسوځېدلو منډو په کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
