کونړ؛ په ناړۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ منتخبه سيالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۱۹:۳۸
کونړ؛ په ناړۍ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ منتخبه سيالۍ پيل شوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د ياد ولايت په ناړۍ ولسوالۍ ورزشي لوبغالي کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ منتخبه سيالۍ د دوکلام افغان لوبډلې په بريا پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د دوکلام افغان او ناړۍ ستورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، دوکلام افغان لوبډلې د لوبې پچې په گټلو سره په ټاکلو لسو اورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۴۷ منډو هدف کېښود، ناړۍ ستورو لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه کړ او د ۳۷ منډو په توپير يې ماته ومنله.

د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د يادې ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي، چې شاوخوا ۲۰ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۲
Background image

ميدان وردگ کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د ووشو سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگو ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د ووشو ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې له څلورو ولايتونو ۱۰۰ تنو ورزشکارانو ترمنځ د ووشو نهم پړاو خزاني. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۵۰
Background image

بلخ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ رزمي سیالۍ ترسره شوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي ورزشونو یوني فایټ سبک سیالۍ ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

دا سیالۍ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۶:۴۸
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ، چې درې اوونۍ مخکې پیل شوې وې؛ د خادم یارانو لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS