کونړ؛ په مروره ولسوالۍ کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولي له لوري په مروره ولسوالۍ کې د ۷ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ نهم پړوا غوره ليګ سيالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو پايلوبه د ډنجر اتلانو او ينګ سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، لومړی توپوهنه ډنجر اتلانو لوبډلې ترسره کړه او په ټاکلو ۱۲ اورونو کې يې سیالې لوبډلې ته د څلورو لوبغاړو په زيان ۱۹۸ منډې هدف کېښود. د لوبې په دويمه نيمايي کې ينګ سټار لوبډلې د پنځو لوبغاړو په زيان ۱۵۵ منډې وکړې او په ۴۳ منډو يې ماتې وخوړه.