کونړ؛ مرکز کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۹:۴۹
کونړ؛ مرکز کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري او د یونیسیف مؤسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت مرکز اړوند څاګي سیمه کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د دم کلي ټایګر او کرهالې شاهین لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د دم کلي لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د خپلو شپږو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠٦ منډو هدف وټاکه. کرهالې شاهین لوبډلې ټاکل شوی هدف د درېیوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړه او د اوو ویکټو په توپیر یې د یادو سیالیو اتلولي وګټله.

دغه سيالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې چې دوې ورځې یې دوام وکړ او په پای کې غوره لوبغاړو ته ټاکل شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۳
Background image

غزني کې د نهو ولايتونو ترمنځ د فول رزم پنځم پړاو سيالۍ وشوې

د غزني ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فول رزم ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري په ياد ولايت کې له کابل، کندهار، پکتيا، خوست، زابل، بغلان، هلمند، هرات او غزني ولايتونو څخه د ۱۰۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۱
Background image

تخار؛ اشکمش ولسوالۍ کې د ځغاستې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشکمش ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په پايله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سنوکر سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې محمد ولي لومړی، محمد ایوب. . .

BACK TO NEWS