کونړ؛ مرکز کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۸:۵۷
کونړ؛ مرکز کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت مرکز اړوند یارګل سیمه کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د ایلیون سټار لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پای لوبه د ایلیون سټار او انګلیسي ادبیاتو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه د انګلسي ادبیاتو لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د خپلو اووه لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره سیالې لوبـډلې ته د ٦٧ منډو هدف وټاکه. ایلیون سټار لوبډلې یاد هدف د دوو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره د لوبې په شپږم اور کې ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د یادو سیالیو اتلولي وګټله.

يادې سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې ١٥ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۴۹
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د پای مراسم ، قاري محمد یوسف احمدي:

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د پای مراسم ، قاري محمد یوسف احمدي:

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۴۷
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د پای مراسم ، مولوي احمدالله وثیق وویل:

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د پای مراسم ، مولوي احمدالله وثیق وویل:

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۴۵
Background image

د دودیزې غېږ نیونې بین المللي جشنوارې د پای مراسمو کې د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق وویل:

په بریالیتوب سره د دغې بین اللمي جشنوارې د پای ته رسېدو مبارکي وایم.

دا د افغانستان لپاره غټه لاسته راوړنه ده، چې په یو وخت کې د شبږو هېوادونو مېلمانه او ورزشکاران راغلي وو او ښې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS